سیاست

دجمهوري رياست دانتخاباتودبرخه والو شمېر اعلام نه شو .

کابل / دتلې ٩مه / باختر :
ټاکل شوې وه دانتخاباتو خپلواک کمېسيون دجمهوري رياست دانتخاباتو دبرخه والو دوروستيو پايلو شمېر نن اعلام کړي . خو دانتخاباتو دکمېسيون دغه تصميم  ددريم ځل لپاره وځنډول شو .
  دباختراژانس دخبرله مخې،دانتخاباتودخپلواک کمېسيون مسوولانو د جمهوري  رياست دانتخاباتو له ترسره کېدو څخه يوه ورځ وروسته  دراى ورکولو په ٣٧٣٦مرکزونو کې  دبرخه والو شمېر دوه ميليونه يوسلو شپږ نوي زره  څلور سوه  شپږ ديرش  راى ورکوونکي  اعلام  کړل او ويې ويل چې دغه شمېر  دبدلون په حال کې دى .
  دانتخاباتو دخپلواک کمېسيون مسوولانو ويلي و چې دخلکو دګډون بشپړې پايلې به دتلې دمياشتې داتمې نيټې  ددوشنبې دورځې تر پاى پورې اعلام شي ، وروسته څرګنده شوه  چې دغه شمېر تېره شپه ناوخته اعلامېږي .
  خودانتخاباتو کمېسيون اعلام وکړ چې  دراى ورکونکوشمېر به  نن له غرمې مخکې په يوه خبري غونډه کې اعلام شي  خو  دخبريالانو له انتظار وروسته  دغه تصميم نن له غرمې وروسته په دوو بجو بيا  وځنډيد .
ولېدل شول  چې نن له غرمې وروسته په دووبجو بيا هم دانتخاباتو دخپلواک کمېسيون کميشنرانو دراى ورکوونکو  دشمېر اعلام  بيا هم  وځنډاوه .
  داپه داسې حال کې ده چې دانتخاباتو دکمېسيون  وياند  په دې باره کې  باختراژانس ته وويل  چې دغه تصميم کميشنران نيسي  او هڅې روانې دي  چې دجمهوري رياست  دانتخاباتو دبرخه والو ټولې رايې  په ډير لنډ ممکن وخت کې اعلام شي .
ختم_ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته