سیاست

دجمهور رييس دويم مرستيال دترکيې دجمهور رييس رجب طيب اردوغان دلوړې په مراسمو کې ګډون وکړ .

کابل باخترد چنګاښ  نولسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت  دجمهوري رياست  دويم مرستيال  استاد سروردانش  دترکيې دجمهور رييس رجب طيب اردوغان دلوړې په مراسمو کې ګډون وکړ .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ. دجمهور رييس مرستيال ديو جکپوړي دولتي هيئت  په مشرۍ  دترکيې دجمهور رييس رجب  طيب اردوغان  دلوړې په مراسمو کې  دګډون لپاره ددغه هېواد پايتخت  انقرې ته سفر کړى دى .
استاد دانش او ملکري هيئت يې پرون په دغو مراسمو کې چې دترکيې   دجمهوري رياست په ماڼۍ (  اق سراى  )  کې  پرځاى شوي و ګډون وکړ .
په دغو مراسمو کې  اردوغان دخپل نوي دولت لومړيتونه  او پروګرامونه په يوه وينا کې  اعلام کړل .
دجمهوري  رياست  مرستيال استاد دانش داردوغان دلوړې  دمراسمو ترڅنګ  او په هغې کتنه کې چې له هغه سره  يې لرله دترکيې دجمهور رييس په توګه دده دکار دپيل له امله مبارکي وويله .
  دهېواد دجمهور رييس مرستيال ، دترکيې دولت اوخلک په سيمه کې  دافغانستان دخلکو نږدې دوستان وبلل او د دواړو هېوادونو دخلکو ترمنځ دمتقابلو اړيکو په پراختيا باندې يې ټينګار وکړ .
دترکيې   جمهور رييس رجب طيب اردوغان هم دلوړې په دغو مراسمو کې دافغانستان دجمهور رييس دمرستيال  د ګډون له امله دخوښى  په څرګندولو سره ، په افغانستان کې ددايمي سولې او ټيکاو دهيلې په ترڅ کې په بېلابېلو  برخو کې ددواړو هېوادونو داړيکو پراختيا ددواړو هېوادونو ددولتونو اوخلکو لپاره يو اساسي لومړيتوب وباله .
  ختم_ ف _ اکرم

                                           

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته