امنیت

یو بوډا سړی په غورکې د انسان تښتوونکوله منګولوڅخه آزاد شو

– کابل / د غبرګولي ۹ / باختر
د غورامنیتي منسوبانو په دغه ولایت کې یو بوډا سړی د انسان تښتوونکوله منګولوڅخه آزاد کړ.
د باخترآژانس د خبرله مخې، د غوروالي عبدالظاهرفیض زاده رسنیوته وویل ؛ انسان تښتوونکوڅلور ورځې وړاندې دغه سړی د دغه ولایت مرکزفیروزکوه ښارڅخه تښتولی و او په یوڅاه کې یې ساته.
د غور امنیتي منسوبانو د دغه سړي د تښتونې په اړوند یوتن نیولی دی.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته