نړۍ

داوکراين په يو کان کې دچاودنې له امله اووه تنه ووژل شول

کيف رويترز دسلواغې دمياشتې ٢٩ :
داوکراين  د ډبرو سکرو په يو کان کې دميتان دګازو دچاودنې له امله دکان اووه تنه کارګران ووژل شول او نهه تنه نور ټپيان شول.
باخترآ ژانس درويترز دخبري آژانس له  خولې خبر راکړ :
داوکراين  دبيړنيو حالاتو وزارت  مقاماتو ويلي دي  چي چاودنه تيرماښام دماکيئيفکا ښار په يوکان کې  وشوه .
په وروستيو کلونو کې داوکراين دکانونو په  پيښوکې په لسګونو تنه وژل شوي دي.
په اوکراين کې دکان ډيره  ستره پيښه  د ٢٠٠٧ ميلادي کال  په نوامبر مياشت کې ددونتسک ولايت  دزاسيادکو په کان کې رامنځته شوه چې له امله يې دکان يوسلو  شپږ تنه  کارکوونکي ووژل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته