امنیت

په هلمند ولايت کې څلور تنه ځانمرګي ووژل شول .

کابل باختر د سلواغې  څليرويشتمه :
دهلمند ولايت  دسنګين ولسوالۍ په مربوطاتو کې  نن  دځانمرګي بريد له امله څلور تنه  يرغلګر ووژل شول او څلور تنه  پوليسان او دملي اردو يوسرتيرې  شهيد او اووه تنه نور ټپيان شول .
  دهلمند ولايت امنيه قوماندان عبدالرحمن سرجنګ دباختراژانس خبريال ته وويل  چې دغه بريد نن له غرمې مخکې  له يوې پوځي واسطې څخه په استفادې سره ترسره شو .
له بلې خوا  په هلمند ولايت کې  د٢١٥ ميوند قول اردو  مطبوعاتي مسوول ډګروال ځاځى  وايي  چې په دې ځانمرګي بريد کې  يرغلګرغوښتل چې له ځانمرګي بريد وروسته  دملي اردو کنډک ته ننوځي   چې دامنيتي ځواکونو له خوا  وځپل شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته