سیاست

حامدکرزي دکويټ دصدراعظم په توګه دولاحضرت شيخ جابرالمبارک الصباح دټاکل کېدو له امله مبارکې وويله

کابل  باخترمرغومي دمياشتې  ١١ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوررييس حامدکرزي له خوا ولاحضرت شيخ جابر المبارک الصباح په نامه دکويټ دصدراعظم په توګه دده دټاکل کېدو له امله  دغه هيواد ته دمبارکې پيغام ليږل شوي دى .
دبهرنيو چارو وزارت ويندوى باختراژانس ته وويل  په پيغام کې ويل شوي دي اجازه راکړي  دافغانستان دخلکو په استازيتوب  دکويټ  دصدراعظم په توګه ستاسو دټاکل کېدو له امله تاسو ولاحضرت ته مبارکې ووايم.
بشپړ باور لرم دهغه علم اوتجربې له مخې چې تاسو يې لري دغه مهم مسووليت دپخوا په شان په بشپړبرياليتوب سره پرمخ بيايي .
هيله لرم دافغانستان اوکويټ ترمنځ دوستانه اړيکې زياته پراختيا او وده ومومي.
دلوى خداى  ج  له دربار څخه تاسو ولاحضرت ته دروغتيا اوبرياليتوب اودکويټ  وروڼو خلکو ته دنيکمرغي اوسوکالي هيله کوم. پاي ج ذ 
افق شرق  خپله  لومړني الوتنه بدخشان ته پيل کړه
٣٠ – کابل  باختردمرغومي دمياشتې  ١١ :
دلومړۍ ځل لپاره دافق شرق  دهوايي شرکت يوه مسافروړونکې الوتکه له درې څلويښتو تنو سپرليوسره دبدخشان ولايت دفيض اباد په هوايي ډگرکې راښکته شوه.
دبدخشان والي شاه ولي الله اديب دباختراژانس خبريال ته وويل دفيض اباد ښار ته دافق شرق دهوايي شرکت  دالوتکې  الوتنه دبدخشان خلکوته يوه ښه هيله ده اودهغه دپيل هرکلي  کوي .
دبدخشان والي ددغه شرکت له مسوولينو څخه وغوښتل چې  دسپرليو په کرايه کې تخفيف چې ٤٤٠٠ افغاني دي  اقدام وکړي  ځکه دغه پيسې  ددغه ولايت دخلکو له توان څخه لوړ دي .
داستازو دمجلس غړي فوزيه کوفي او شاه عبدالاحد افضلي هم په سپرليو کې وو.
هغوى هم دافق شرق دهوايي شرکت ددغه اقدام له امله قدرداني وکړه.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته