کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ١٦
د داعش د ډلې دوه تنه غړي په ننګرهار ولايت کې د هوايي بريد له امله ووژل شول.
په دغو داعشيانو کله چې د اچين ولسوالۍ په مومندوکلي کې په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو، د ناتو د بې پيلوټه الوتکو له خوا بريد وشو.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دې هوايي بريدکې د داعش د ډلې دوه تنه غړي ووژل شول.
ده وويل: دغه داعشيان د يو لړ تروريستي فعاليتونو په لان جوړولو بوخت وو چې بريد پرې وشو.
ويل کيږي چې په دې هوايي بريدکې ملکي وګړته زيان نه دى اوښتى.
1 د یوې دقیقې څخه لږ