امنیت

٥٥ تنه تروريستان ووژل شول .

کابل باختر دليندى  نهمه :
امنيتي ځواکونو په تيرو ٢٤ ساعتو کې د هېواد په بيلابيلو  سيموکې عمليات ترسره کول  چې له امله يې  د ٣٣ تنو داعشيانو په ګډون ٥٥  تنه تروريستان وژل شوي  ديوولسو تنو داعشيانو په ګډون ١٩ تنه نور يې ټپيان  او شپږ تنه نور نيول شوي دي .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ دهېواد ددفاعي او امنيتي ځواکونو په دغو ګډو عمليات کې چې دتوپچي او هوايي  ځواکونو په ملاتړ دننګرهار ،  پکتيا ، پکتيکا ، لوګر ، خوست ، کندهار ، روزګان ، بادغيس  ، هرات ، فراه ، فارياب ، کندز او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول دننګرهار ولايت دپچير او اګام ولسوالۍ په مربوطاتو کې  ٣٣ تنه داعشيان ووژل شول او ١١ تنه نور ټپيان شول . او دفراه ولايت دبالابلوک ولسوالۍ په مربوطاتو کې ١١ تنه تروريستان وژل شوي او دوه تنه ټپيان شوي  نهه موټرونه او ١١ موټرسايکلونه  يې ويجاړ شوي دي .
دغه راز   په دغو عملياتو کې دهلمند ولايت دګرشک ولسوالۍ  په مربوطاتو کې  څلور تنه ياغي طالب وژل شوي  او څلور تنه نور نيول شوي ، دپکتيکا ولايت دبرملې او ګوملې  ولسواليو په مربوطاتو کې څلور تنه ياغي طالب  وژل شوي او شپږ تنه نور ټپيان شوي او دوه تنه نور نيول شوي  دي او دپکتيا ولايت دسيد کرم ولسوالۍ په مربوطاتو کې درې تنه  ياغي طالب وژل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته