/ د کب ١٧مه / باختر
د افغانستان او آیرلنډ د کرکټ لوبډلې به سبا یکشنبه په دویمه شل آوريزه سیالۍ کې سره مخامخې شي.
دا سیالۍ د نوي ډيلي جنوب لویدیز لور ته د ګرېټر نوېډا په نامه لوبغالي کې کېږي.
د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنیو مسوول، فرید هوتک وايي: زموږ لوبډله د سبانۍ لوبې لپاره پوره چمتو والى لري.
د شل آوريزو سياليو لومړۍ سيالي افغانستان ګټلې ده.
د دې لړۍ دریېمه او وروستۍ سیالي به د سې شنبې په ورځ وشي.
پاى ذ
2 د یوې دقیقې څخه لږ