اقتصاد

د اندونيزيايو هوايي شرکت له هرات سره د مستقيمو الوتنو د ټينګښت علاقمند دى

هرات باختر دزمري دمياشتې  ٤  :
د اندونيزيا يو هوايي شرکت د هرات او جاګارتا ترمنځ د مستقيمو الوتنو  ټينګښت  ته چمتو دى.
په افغانستان کې د اندونيزيا سفير چې د هرات ولايت ته سفر کړى دى، دهرات ولايت له سرپرست جمعه عديل سره په کتنه کې وويل: هېواد يې چمتو دى چې د هرات ولايت سوداګرو ته د ويزې د صادرولو په برخه کې لازمې اسانتياوې هم برابرې کړي.
د اندونيزيا سفير وايي: په نږدي راتلوونکې کې ستر نړيوال نندارتون د دغه هېواد په پايتخت جاګارتا کې جوړيږي او د هرات ولايت سوداګرو ته بلنه ورکړ شوې ده چې په دغه نندارتون کې ګډون وکړي.
دهراتاو جاګارتاترمنځ مستقيمې الوتنې ددواړو هېوادونو دمحصولاتو اومالونو دليږدونې په مقصد ترسره کيږي او دا کار کولاى شي دتجارتي راکړې ورکړې په زياتوالي کې مثبتې پايلې ولري .
د اندونيزيا سفير د ولايت مشرتابه ته بلنه ورکړه چې په يو مناسب فرصت کې  جاګارتا ته سفر وکړي.
د هرات ولايت سرپرست هيله څرګنده کړه چې ددغه هيئت سفر بريالي وي او د صنعت، سوداګرۍ او اقتصاد په برخوکې د ودې او پرمختيا په برخو کې  همکاري ولري .
جنرال عديل د هرات په نړيوال هوايي ډ ګرکې د نړيوالو الوتنو لپاره د آسانتياوو د برابرولو يادونه وکړه او د هرات او جاګارتا ترمنځ د مستقيمو اړيکو تامينول يې د اړيکو په  پياوړتيا کې مهم  وبلل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته