امنیت

د هېواد په جنوب کې ۲۲ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي

قندهار باختر د تلې  ۱۵ مه
د قندهار ولایت د خاکریز ولسوالۍ په منډیګګ سیمه کې ٢٢ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د قندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د باختر آژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل چې وسله و الو طالبانو پلان درلود څو په خاکریز ولسوالۍ کې امنیتي تاسیسات په نښه کړي.
هغه زیاته کړه: مخکې له دې چې وسله وال طالبان امنیتي تاسیسات په نښه کړي افغان ځواکونو پرې غلچکی برید وکړ.
سرچینه وايي چې په دغه برید کې د ووه ویشت تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د یو بل خبر له مخې:
د  قندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي چې تېره شپه د دغه ولایت د ارغستان ولسوالۍ په شګو ګودر او جهانګیر سیموکې افغان ځواکونو له وسله والوطالبانو سره نښته کړې ده.
سرچینه زیاتوي چې په دې نښته  کې ١٣ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ١٨ تنه نور ټپیان شوي دي.
امنیتي مسوولین وايي چې وسله والو طالبانو خپل مړي او ټپیان نن سهار د ډيورنډ کرښې هغې غاړې ګلستان سیمې ته رسولي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته