کابل باختر د وږي څليرويشتمه :
د نورستان ولايت په مربوطاتو کې دنويو نښتو په بهير کې وسله والو طالبانو ته دسر دروند زيان واوښت.
دغه جګړې په تيرو څلور ويشتو ساعتوکې د نورستان ولايت د کامديش او برګ مټال دولسواليو او ددغه ولايت دمرکز پارون ښار په مربوطاتو کې ونښتي .
لومړۍ جګړه تېره شپه دډيورند کرښې ته څيرمه دکامديش ولسوالۍ په مربوطاتوکې هغه وخت ونښته چې يوې ډلې وسله والو طالبانو له کرښې څخه له را اوښتو وروسته غوښتل چې د نورستان ولايت په مربوطاتو کې ځاى پرځاى شي.
دافغانستان په ختيځ کې دپوليسو يوه جګپوړي قوماندان د باختراژانس خبريال ته وويل چې په دې جګړه کې لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل چې په دې پيښه کې پوځيانو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
ديوبل خبر له مخې: اته تنه وسله وال طالبان دنورستان ولايت په وانت وايګل ولسوالۍ کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول .
په دغو طالبانو تيره شپه د پوځيانو په ګزمې دبريد په وخت کې د هغوى له خوا ډزې وشوې .
ويل کيږي چې په دې نښته کې پوځيانو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې د روزګان ولايت د مرکز پارون ښار ته څېرمه په يوه بله نښته کې څلور تنه يرغلګر ووژل شول او درې تنه نوريې ټپيان شول .
0 1 دقیقه لوستل