سیاستTOP

د ملي امنيت سلاکار له قزاقستان سره د پوځي همکاريو موافقه ليک لاسليک کړ

کابل / د غبرګولي ٢۸مه / باختر
د افغانستان اسلامي جمهوريت د ملي امنيت شورا سلاکار ډاکټر حمدالله محب قزاقستان ته په خپل سفر کې د قزاقستان جمهوريت د دفاع له وزير نورلان يرمک بايوف سره د پوځي همکاريو موافقه ليک لاسليک کړ.
د ملي امنيت شورا مطبوعاتي دفتر نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د دغه موافقه ليک لاسليک، په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابل پوځي ملاتړ زمينه برابروي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې په دغه موافقه ليک کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو پوځي تمرينونو د ترسره کولو، طبي همکارۍ، د تجهيزاتو د نوي کولو، د فني او لوجیستيکي ملاتړ، پوځي زده کړو او د پوځي اطلاعاتو همکاري شامله ده.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته