کابل/باختر / د وري دمياشتې٣٠
نهه تنه وسله وال طالبان تېره شپه د پکتيا ولايت په مربوطاتوکې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول.
په دغو طالبانو په دوو پټنځايونوکې بريدونه وشول.
په پکتيا ولايت کې يوه پوځي قوماندان باخترآژانس ته وويل چې په دغو نښتوکې نهه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
ويل کيږي چې د دغو نښتو په پاى کې پوځيانو د وسله والو طالبانو څو جنګي وسايل هم ترلاسه کړي دي.
په پکتيا ولايت کې پوځي مسوولين وايي چې په دغو جګړوکې پوځيانو او دسيمې خلکوته زيان نه دى اوښتى.
1 د یوې دقیقې څخه لږ