![Ps20240645](http://www.bakhtarnews.af/wp-content/uploads/2024/06/PS20240645-720x470.png)
نړۍ، د غبرګولي ۱۵مه، بهرنۍ رسنۍ
د اسرایلو صهیونست پوځ اعلان کړی، چې د لبنان حزب الله ډلې د توغندیزو بریدونو له امله د فلسطین په شمالي اشغالي سیمه کې یو نظامي مرکز اور اخیستی، چې لږ تر لږه شپږ پوځيان په کې سخت سوځېدلي دي.
د حزب الله ډلې دغه بریدونه تېره شپه ترسره شوي او په خپرو شویو ویډیوګانو او انځورونو کې ښکاري، چې پراخې اورلګېدنې یې رامنځته کړې دي.
سیمه کې د اورلګېدنې پراخوالي ته په کتو ښایي د اسرایلي پوځيانو تلفات زیات وي.
ورته وخت کې د غزې په بېلابېلو برخو کې د اسرایلي پوځيانو هوایي او ځمکني بریدونو دوام لري.