ټولنه

دپلخمري خلکو داستسقا لمونځ ادا کړ.

کابل باختردمرغومي دمياشتې٢٦نيټه :   
د پلخمري ښار  په سلګونو تنو عالمانو او خلکو پرون  دوچکالۍ دله منځه وړلو اودوارې او باران داورښت په خاطر داستسقا لمونځ ادا کړ.
دپلخمري ښار  يوه عالم  قاري مصطفي دباخترآژانس خبريال ته وويل:  اوبه  دځمکې پرمخ  د  ژوند منبع ده  او خداى  (ج)  دغه سترنعمت  خپلو بندګانو ته ورکړى دى او بايد  ټول  دخير دعا وکړو  چې  الله  (ج)  دافغانستان خلک د
و  چکالۍ له مصيبتونو څخه وژغوري .
دبغلان ولايت دکرنې اواوبولګولو درياست سرپرست عبدالستار احمدي وچکالي په ټولنه کې بيوزلي وبلله او ويې ويل ؛  چې په بغلان ولايت کې څه دپاسه  ١٢٠ زره هکتاره للمي ځمکې شته   که چيرې وچکالي دوام وکړي   ددغه ولايت بزګرانو ته  زيات زيانونه رسيږي.   
پاى ج ذ                                  

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته