امنیت

په بغلان کې داوبو دويش پرسر شخړه کې دوه تنه ووژل شول .

کابل باختر د چنګاښ  دولسمه :
په بغلان ولايت کې پرون داوبو دويش پرسر شخړه کې دوه تنه ووژل شول .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، دغه دوه تنه دبغلان ولايت دخوست ولسوالۍ په دشت تلفي کلي کې دکرنې داوبو دويش پرسر شخړه کې ووژل شول .
ويل کيږي چې په دې شخړه کې وژل شوي کسان وراره او کاکا و  خو ددغو وژنو په غبرګون کې دوژل شويو کسانو خپلوانو دغچ اخستنې  په توګه نن سهار په ميان شهر کلي کې داستوګنې  اووه کورونه ته اور واچاوه .
دخوست ولسوال خليل رحيمي باختراژانس ته وويل چې هيئت دپوښتنې  او ګرويګنې لپاره سيمې ته استول شوى دى
ده وويل چې پوليسو ددغو وژنو او داستوګنې کورونو ته داور اچونې دعاملانو دنيولو لپاره پلټنې پيل کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته