ټولنه

د تسلیت پیغام

کابل_باختر د لړم د مياشتې ٢٢ مه
د جمهور رئیس محمد اشرف غني د تسلیت پیغام
په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځي متقاعد استاد، پوهنمل علي احمد اپریدی د ورپېښې ناروغۍ له کبله په حق رسېدلی دی.
انا لله و انا الیه راجعون
ارواښاد علي احمد اپریدي په کلونو کلونو د هیواد بچو ته سبق ورکړ، تدریسي کتابونه یې تالیف کړل او مختلفې علمي مقالې یې ولیکلې. د ده مړینه یوه ضایعه ده.
د پوهنمل علي احمد اپریدي د وفات په مناسبت د هغه کورنۍ ، دوستانو او همکارانو ته تسلیت وایم. الله تعالی دې یې وبخښي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته