سیاست

پاکستان په افغانستان کې دسولې له بهير سره ملاتړ څرګند کړ

اسلام اباد باختر د غبرګولي درې ويشتمه :
  پاکستان يوځل بيا اعلام وکړچې په افغانستان کې دټيکاو دټينګښت په موخه په دغه هېواد کې دسولې دبهير بشپړ  ملاتړکوي .
دايرنا دخبرله مخې، په بهرنيو چارو کې دپاکستان دصدراعظم  سلاکار سرتاج عزيز ددوشنبې په ورځ له يوې خبري شبکې سره په مرکه کې  دغه راز ټينګار وکړ چې  پاکستان او افغانستان دې بايد له تروريزم سره دمبارزې په لاره کې ګډې اوهراړخيزې  هلې ځلې وکړي .
سرتاج عزيز وويل چې سوله او ټيکاو دسيمې دخلکو دترقۍ، پرمختګ اوسوکالۍ لازمه ده .
پاکستان ديو داسې هېواد په توګه چې دوه کاله مخکې دافغاني  طالبانو او ددغه هېواد دحکومت ترمنځ دسولې دخبرو دلومړۍ پړاو کوربه و، تل اعلام کړى دى چې په افغانستان کې سوله او ټيکاو غواړي او خوندي  او باثباته افغانستان دځان په ګټه بولي . خو دسولې دغه خبرې دوسله والو طالبانو دډلې دپخواني مشر ملا عمر دمړينې  دخبردناڅاپي اعلام او له هغه وروسته دامريکايانو له خوا په پاکستان کې دافغانستان دطالبانو دپخواني مشر ملا اختر محمد منصور دوژل کيدو په شان دپيښو په رامنځته کيدو سره  وځنډې  دې خو  په افغانستان کې په تيره په وروستي  يوکال کې دتروريستي بريدونو زور اخستو دسولې دخبرو دبهير دبيا پيلولو  لپاره کوم فرصت پرې نه ښوده .
په وروستيو ورځو کې دپاکستان صدراعظم نوازشريف  او دافغانستان جمهور رييس  محمد اشرف غني ددواړو هېوادونو ترمنځ دتاوتريخوالي په څپو کې دقزاقستان په پايتخت استانه کې دشانګهاي دهمکاريو دسازمان دمشرانو دغونډې تر څنګ ليده کاته او خبرې اترې وکړې .
دافغانستان دجمهور رييس وياند دواخان مينه پال رسنيو ته وويل په دې کتنه کې موافقه شوې ده چې دکابل ، اسلام اباد او بيجينګ  ترمنځ دې درې اړخيزې غونډې جوړې شي .
دافغانستان اوپاکستان اړيکې په وروستيو مياشتو کې زياتې ترينګلې شوي دي
افغانستان په اسلام اباد په دغه هېواد کې په تروريستي بريدونو کې  دلاس لرلو تور لګوي .
افغانستان دغه راز په پاکستان په خپله خاوره کې دملي وحدت دحکومت دمخالفو تروريستي ډلو مشرانو او قوماندانانو ته دپناه ورکولو او په سرحدي سيمو دراکټي بريدونو تور لګولى دى  او په تيرو يوکال کې ددواړو هېوادونو ترمنځ سرحدي اختلافونه څه ناڅه دوه ځلې ددواړو لورو دسرحدي ځواکونو ترمنځ دنښتو او دسردزيان داوښتوسبب شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته