سیاست

جمهور رئیس غني، کابل ښار کې د زمري په دویمه تروریستي پېښه کې د قربانیانو له کورنیو سره غمشریکي وکړه

کابل باختردزمري دمياشتې ١٢ مه :

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني او       د هېواد لومړۍ میرمن نن له غرمې مخکې  کابل ښار کې د زمري په دویمه تروریستي پېښه کې دکانونو او پترولیم وزارت د شهیدانو ددرناوي په یاد غونډه کې ګډون وکړ او د دې پیښې د قربانانیانو له کورنیو سره یې غم شریکي وکړه.                                      دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ . دغه مراسم چې د کانونو او پترولیم وزارت د جیولوجي سروې په ریاست کې جوړه شوې وه، په پیل کې د شهیدانو د کورنیو په استازیتوب خادم حسین رحیمي خبرې وکړې او د شهیدانو او ټپیانو
   د کورنیو غوښتنې او وړاندیزونه یې مطرح کړل.
هغه، د زمري د دویمې نیټې د تروریستي پېښې د شهیدانو او ټپیانو کورنیو ته د دولت د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه او ويې ویل، د شهیدانو کورنۍ د دغې تروریستي پېښې جدي څیړنه او عاملینو ته یې سخته سزا غواړي.
رحیمي د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو په وزارت کې د شهیدانو کورنیو دثبت، د شهیدانو کورنیو ته دکانونو او پترولیم وزارت دجدي پاملرنې،  د استوګنې کورونو د ورکړې، د دغو شهیدانو د یاد په خاطر د یو بنسټ  او په کانونو او پترولیم وزارت کې د یوه څلي د جوړولو او د ټپیانو درملنې ته پاملرنه وغوښته.
وروسته د هېواد جمهور رئیس د پېښې د قربانیانو کورنیو ته ډاډګیرنه ورکړه او وېې ویل، دغو شهیدانو دخپلو همکارانو ترمنځ یوه تشه رامنځته کړه او د دې تشې کمی د دوی همکاران تر ډیره احساسوي او مونږ  ټول نن د غم پر ټغر ناست یوو.
د هېواد جمهور رئیس دکانونو وزارت سرپرستې او د جمهوري ریاست د عالي مقام ریاست مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې  په دې اړه دې ګډ کاري ګروپ جوړ او  اداري پروسه دې له یوې میاشتې ژر بشپړه شي.  هغه اړوندو مسوولینو ته لارښونه وکړه، چې د پېښې د ټپیانو روغتیایي وضعیت وڅیړي او د بېړني روغتیایي حالت لپاره دې د اړتیا په صورت کې ورته وړاندیز وشي.
جمهور رئیس دقربانیانو کورنیو ته ډاډ ورکړ وېې ویل، د زمري د
دویمې نیټې تروریستې پېښه وڅیړي. 
نوموړي د کار، ټولنیزو چارو او معلولینو په وزارت کې د شهیدانو د رسمي ثبت په اړه وویل: په دې برخه کې دې ما ته حکم راوړل شي او زه به یې ژر لاسلیک کړم خو دا مرحله باید پیچلې نه وي.
جمهور رئیس غني د کانونو او پترولیم وزارت او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د شهیدانو کورنیو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او هغه غړي یې چې کاري وړتیا ولري په دولتي ادارو کې دې په دندو وګومارل شي.
جمهور رئیس څرګنده کړه، که څه هم د کورونو جوړول وخت ته اړتیا لري خو زموږ په لومړیتوبونو کې دی،  زما ژمنه ده، چې د استوګنې کورونو په هغه لویه پروژه کې چې د چین هېواد له خوا تمویلېږي او کار به یې په څومیاشتو کې پیل شي د هېواد امنیتي، دفاعي او ملکي شهیدانو ته  په کې لومړیتوب ورکول شي.
هغه د شهیدانو کورنیو د زېږېدو ځای کې  د مجتمع د جوړیدو په برخه کې اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه او وېې ویل:  په کانونو او پترولیم وزارت کې دې شهیدانو ته د یادګار په خاطر  څلی هم جوړ شي.
په دغو مراسمو کې جمهور رئیس غني دزمري ددویمې نیټې دتروریستي پیښې د شهیدانو کورنیو ته دیادګار په توګه دغازي میر مسجدي خان او د میوند معرکې اتلې ملالۍ میوندي دولتي مډالونه  او د ټپیانو کورنیو ته تقدیر نامې ورکړې.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته