امنیت

په بلځ کې په هوایې برید کې شپږ طالبان ووژ ل شول

کابل /دمرغومي ۹/ باختر
شپږ وسله وال طالبان پرون په بلخ کې په هوایې برید کې ووژل شول .
د۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند ، محمد حنیف رضایې باختر آژانس ته وویل چې دغه هوایې برېدونه دبلخ دچمتال ولسوالۍ دکهنه، بارګاه او دکوه البرز تپې د کلیو په موقعیتونو تر سره شول چې له امله یې شپږ وسله وال طالبان ووژل شول او نهه نور یې ټپیان شول.
درضایې دڅرګندونو له مخې، دغه راز په دغو هوایې برېدونو کې ددښمن یو موټر سایکل او جنګي وسایل ویجاړ شول . پای- شکریه

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته