ټولنه

د قلعه نو- هرات د لويې لارې د پاکولو عمليات پاى ته ورسيدل

کابل / باختر/  دسلواغې دمياشتې ١٧نيټه :
د بادغيس ولايت سيمه ييز مسوولين وايي چې دوسله والو طالبانو له شتون څخه ددغه ولايت د مهمو سيمو د پاکولو لپاره عمليات پاى ته ورسيدل.
دبادغيس د والي وياند جمشيد شهابي باخترآژانس ته وويل چې دغه عمليات چې يوې مياشتې مخکې د هرات – قلعه نو، لامان درې او د تايمنيو په ساحه کې پيل شوي و، پرون پاى ته ورسيدل .
ده زياته کړه چې د هرات – قلعه نو د لويې لارې د امنيت د تامينولو په خاطر په دغه تګلوري کې څو امنيتي پوستې جوړې شوې دي .
ده وويل چې د دغو عملياتو په بهيرکې ٦٧ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ٤٠ تنه نوريې ټپيان شوي دي او دغه راز څلور تنه امنيتي اودفاعي ځواکونه شهيدان او شپږ تنه نور یېټپيان شوي دي.
ده زياته  کړه چې دقادس، بالامرغاب او د مقر په ولسواليو کې به په نږدې راتلوونکي کې عمليات پيل شي.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته