خبرونهورزش

ننګرهار؛ د سوک وهنې منتخبې لوبډلې د جوړېدو په موخه ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې

کابل، د لېندۍ ۲۰ مه، باختر

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او سپورټ ریاست په لارښوونو او همغږۍ د سوک وهنې فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د سوک وهنې منتخبې لوبډلې د جوړولو په موخه د ۶۰ کلبونو د ۲۲۰ ورزشکارانو ترمنځ ټاکنیزې سیالۍ په څلورو کټګوریو کې پیل شوې.

د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست ویلي دا سیالۍ، چې کوچنیانو، تنکیو ځوانانو، ځوانانو او لویانو په عمري ډلبندیو کې پیل شوي دي، پر دوام يې نن د کوچنیانو او تنکیو ځوانانو ترمنځ پای لوبه ترسره کېږي، چې ګټونکي لوبغاړي به یې منتخبې لوبډلې ته ځي او د ځوانانو او لویانو ترمنځ به نیمه پایلوبه ترسره شي، چې ګټونکي لوبغاړي به یې پایلوبې ووځي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته