کابل باختر دوري دمياشتې ٢ :
په هرات ولايت کې دملي اردو مسوولينو ددښمنانو دځپلو په لاره کې د ځمکنيو قوتونو ميړانه وستايله .
د ظفر قول اردو سرپرست چې نن يې دپوځي ساحوي ١٠٠ بستريز روغتون کې دبستر ټپيانو او ناروغانو پوښتنه وکړه وايي ؛ ددغو ځواکونو ميړانې او سرښندنې ددښمن د ماتې سبب شوې ده .
بريدجنرال محمدحيدرنيکپى د قول اردو دبيلابيلو برخو دآمرينو او د روغتون دډاکترانو په ملګرتيا دملي اردو ، ملي پوليسو اودملکي ناروغانو په ګډون دظفر قول اردو په ١٠٠ بستريز روغتون کې دبسترو ناروغانو اوټپيانو پوښتنه وکړه او له معالجو ډاکترانو څخه يې وغوښتل چې دبسترو ټپيانو ا وناروغانو ددرملنې په برخه جدي پاملرنه وکړي او هغوى ته يې د الله (ج) له دربار څخه دسملاسي روغتيا هيله وکړه.
په دې کتنه کې په داسې حال کې چې دظفر قول اردو د ساحوي روغتون دقوماندان ډاکترعبدالغني له خوا څرګندونې کيدې په ناروغانو نغدي سوغاتونه هم وويشل شول .
اوس په دغه روغتون کې ٣٥ تنه ټپي امنيتي ځواکونه او ملکي وګړي تر درملنې لاندې دي.
1 1 دقیقه لوستل