ټولنه

د راى ورکولو مرکزونو د تړلتيا په اړوند د ميدان وردګو د خلکو انديښنې

کابل/ د تلې ۶ مه / باختر
سره له دې چې د افغانستان د جمهوري رياست انتخاباتو د راى ورکولو بهير له پيل څخه دوه ساعته تېريږي؛ په ميدان وردګوکې يوشمېر مرکزونه اوس هم د راى ورکوونکو پرمخ تړلي دي.
د ميدان وردګو  ولايت زرګونو خلکو د راى ورکولو په يوشمېر مرکزونوکې په ليکو کې ولاړ دي او په انديښنې سره د دغو مرکزونو د پرانيستلو په تمه دي.
دغو راى ورکوونکو د باختر آژانس خبريال شکرالله دانش ته وويل: سره له دې چې د سهار له اوو بجو څخه مخکې د راى ورکولو مرکزونو ته راغلي دي، خو دغو مرکزونو تر اوسه خپل کار نه ده پيل کړى.
زموږ خبريال خبر راکړ چې د بابا ليسې، ناصر آباد او د ميدان ښاروالۍ د راى ورکولو مرکزونه تر اوسه پورې نه دي پرانيستل شوي.
په همدې حال کې په ميدان ښار او د ميدان وردګو په يوشمېر ولسواليوکې د څو نورو مرکزونو د تړلتيا خبرې کېږي. ويل کېږي چې د کمېسيون کارکوونکي تر اوسه دغو مرکزونو ته نه دي رسېدلي.
ځينو خبرځايونو ميدان ښار او د ميدان وردګو ولايت څو ولسواليو ته د وسله والو طالبانو د پراخ شتون په دليل د لارو د تړلکېدو خبر ورکړى دى چې د راى ورکولو مرکزونو ته د کمېسيون د کارکوونکو او کتونکو رسېدل يې له ستونزې سره مخ کړى دى.
په ميدان وردګوکې د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون مسوولين وايي چې ډېرژربه تړلي مرکزونه پرانيستل شي.
ختم- ج -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته