امنیت

دوه تنه شوکماران په بغلان کې ونيول شول

کابل – باختر د لړم دمياشتې ١٤
په بغلان ولايت کې دوه تنه شوکماران چې ويل کيږي له زياتې مودې څخه د امنيتي ځواکونو تر تعقيب لاندې وو؛ پرون ونيول شول.
دغه دوه تنه هغه وخت د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول چې د مرکزي بغلان په مربوطاتو کې يې د خلکو پيسې لوټولې.
دبغلان د امنيې قوماندانۍ وياند جاويد بشارت د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه دوه تنه د لوټمارۍ او د کورونو او پلورنځيو د غلاوو په لسګونو پيښوکې لاس درلود.
ويل کيږي نيول شويوکسانو د بغلان ولايت په ځينو سيموکې د يو لړ غلاوو په باب اعتراف کړى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته