ټولنه

ملت د انتخاباتو وروستیو پایلو ته شېبې شماري

کابل/ د مرغومي ۸ مه/ باختر
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون له ګڼو جنجالونو او سیاسي کشمکشونو وروسته د انتخاباتو ړومبنۍ پایلې په ډاګه کړې. د جمهوري ریاست کاندیدانو او د دوی انتخاباتي ټیمونو درې ورځې وخت لاره چې د انتخاباتو د ړومبنیو پایلو په اړه خپل شکایتونه د انتخاباتي شکایتونو د کمېسيون په مرکزي او ولایتي دفترونوکې ثبت کړي. دا لړۍ هم پای ته ورسېده  او ۱۶ زره۲۰۰ شکایتونه ثبت شوي دي. اوس د دغو شکایتونو د څېړنې بهیر پيل شوی دی. د ولس تمه او غوښتنه دا ده چې د انتخاباتي شکایتونو د څېړنې بهیر ژر پای ومومي او د انتخاباتو وروستۍ پایلې په ډاګه شي.
د باختر آژانس سیاسي مفسر په خپل وخت د انتخاباتو د وروستیو پایلو د اعلام ارزښت ته کتنه کړې ده او لیکي:
شک نشته چې د انتخاباتي شکایتونو شمېر زښت ډېر دی. که ټولې کارول شوې رایې او ثبت شوي شکایتونو په پام کې ونیول شي، نو پر هرو شاوخوا ( ۲۲۲) رایو یو شکایت ثبت شوی دی. څرګنده ده چې د دغو ټولو شکایتونو ارزول او څېړل ستونزمن کار دی او وخت نیسي.
د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د شکایتونو د ډلبندۍ، څېړنې او ارزونې لپاره د قانون په رڼا کې معیارونه او اصول ټاکلي دي. تر ټولو لومړۍ او مهمه خبره دا ده چې شکایتونه ډلبندي شي. یانې دا خبره جوته شي چې کوم شکایتونه هسې (تاویلې ما ویلي دي)، کوم شکایتونه د تخنیکي سرغړونو او یا نیمګړتیاوو په ډله کې راځي او کوم شکایتونه ډېر جدي دي او کولای شي د انتخاباتو پایلې اغېزمنې کړي.
اصلي پام باید همدغو شکایتونو ته واړول شي. د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون دې ژر تر ژره د ثبت شویو شکایتونو ډلبندي بشپړه کړي او هغه شکایتونه په ګوته کړي چې جدي دي او باید په هر اړخیزه او ژوره توګه وڅېړل شي.
منو چې کاندیدان به د خپل هر ثبت کړي شکایت په اړه ځواب غواړي. کاندیدانو ته د دوی هر شکایت پر ځای ښکاري او ټینګار به یې دا وي چې باید د دوی شکایت ومنل شي، خو د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون باید ټول شکایتونه یواځې د قانون په رڼا کې وڅېړي، نه د انتخاباتي ټیمونو د فرمایشونو په رڼا کې.
د انتخاباتي شکایتونو څېړل یو تخنیکي بهیر دی او قانون د دغه بهیر ټول اړخونه روښانه کړي دي. هېڅوک باید هڅه و نه کړي چې خپله اراده پر کمېسیون وتپي او قانون تر پښو لاندې کړي.
د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون مسوولینو ډاډ ورکړی چې دوی به شکایتونه یواځې د قانون په رڼا کې څېړي او په اړه به یې پرېکړه کوي. د ولس تمه دا ده چې د انتخاباتي شکایتونو د څېړنې بهیر په خپل وخت بشپړ شي او د جمهوري ریاست انتخاباتو وروستۍ پایلې په ډاګه شي.
ولس د دغو پایلو اعلام ته شېبې شماري.
پاى/ن.ش

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته