نړۍ

په بغداد کې دترکي کارګرانو دتښتونو په اړونددعراق دحکومت غبرګون

بغداد ايرنا  باختر د وږې دمياشتې ١٢ :
دعراق  صدراعظم  حيدر العبادي  په  بغداد ښارکې دشپاړلسو ترکي کارګرانو دتښتونې په غبرګون کې تيره شپه څرګنده کړه  چې په عراق کې  دجرم او جنايت سازمان موندلي بهېرونه  ددغې انسان تښتونې  عامل  دى.
العبادي زياته کړه چې ددغې انسان تښتونې ترشا بهرنۍ طرحې دي  چې هدف يې  دعراق  دقومونو ترمنځ دتفرقې اچول دي.
ناپيژندل شويو وسله والو کسانو  پرون  دعراق دامنيتي ځواکونو په جامو کې   شپاړلس تنه ترکي کارګران  چې په  يو ورزشي لوبغالي کې يې  کارکاوه  وتښتول .
تراوسه پورې  ددغې انسان تښتونې  انګيزه معلومه  نه ده .
خو دداعش ډلې   دتيرکال  دغبرګولي په مياشت کې  دعراق دموصل ښار  له نيولو وروسته   دترکيې دقونسلګرۍ  ٤٦تنه کارکوونکي  يرغمل نيولي وو.
په بغداد ښارکې  انسان  تښتونې   او وسله والې غلاوې   په وروستيو مياشتو کې زياتې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته