ټولنه

دسرپل خلکو يو ځل بيا دوالي دګوښه کولو غوښتنه وکړه

کابل باختردسلواغي  اوولسمه

 دسرپل ولايت دمرکز او اړوندو ولسواليو خلکو نن ددغه ولايت ديو تن اوسيدونکي  دجنازي  د ښخولو له مراسمو وروسته يوځل بيا د دغه ولايت دوالي دګوښه کيدو غوښتنه وکړه .

 دغه سړى  دسرپل  په پروني  مظاهره کې دوالي ديو تن ساتونکي د ډزو له امله ووژل شو .

 دباختر داطلاعاتي اژانس دخبريال دخبر له مخې، دسرپل ولايت دمرکز او اړوندو ولسواليو يو زيات شمير اوسيدونکو ددغه ولايت ديو تن اوسيدونکي محمدعثمان  جنازي  دښخولو له مراسمو وروسته چې په پروني مظاهره کې ددغه ولايت دوالي ديو تن ساتونکي په ډزو سره  شهيد شوى و  دسرپل دوالي  سيد انور رحتمي دسملاسي ګوښه کيدو غوښتنه وکړه .

 دوى په والي دنفاق داچولو او بي کفايتي تور لګوي هغه څه چې څو څو ځلې دوالي له خوا رد شوى دى .

 په خبر کې ويل شوى دى چې ددغو مراسمو برخه والو له دولت څخه وغوښتل  چې ددغه ارواښاد قاتلين ونيسي اوسزا ورته  ورکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته