امنیت

دکابل په يوه خصوصي ښوونځي کې په لسګونو جنګي وسايل د پوليسو لاس ته ورسيدل .

کابل باختر د ثور ٢٠:
  دکابل پوليسو پرون دکابل  ښار په پنځمې  ناحيې پورې اړوند په يوه خصوصي  ښوونځي کې يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه کړل او په دې اړوند يې  ٦ تنه ونيول .
دباختر اژانس  دخبرله مخې، دکابل پوليسو تيره شپه دکابل ښار په پنځمې  ناحيې پورې اړوند په خوشحال خان ساحه کې دجابر بن حيان دخصوصي ښوونځي دودانۍ په لټولو سره يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه کړل .
په دې ښوونځي کې دکلاشينکوف ، پيکا او توغندي ويشتونکي په ګډون ډول ډول وسلې  پټې کړاى شوې وې. 
دکابل ولايت امنيه قوماندان جنرال حسن شاه فروغ په دې اړوند باختراژانس ته وويل چې په يوه ښوونځي کې هغه هم په زياتې اندازې سره   دسپکو او درندو وسلو شتون دپوښتنې وړ دى .
  پوليسو دخبر په ترلاسه کولو سره دښوونځي په لټولو لاس پورې کړ او يوه اندازه سپکه او درنده وسله او څو لاسي بمونه يې ترلاسه کړل .
دجنرال فروغ دڅرګندونوله مخې، په دغو توکو سربيره يوه اندازه مسموونکي توکي پوځي تجهيزات ، يو زغره وال موټر او دترافيکو يو موټر هم دامنيتي   ځواکونولاس ته ورغلي دي .
ده دخپلو خبرو په دوام وويل :سره له دې چې دغه عمليات  دشپې له خوا ترسره شول  په دې ښوونځي کې ٦ تنه هم موجود وو چې ددوى شتون هم دپوښتنې  وړ دى په داسې حال کې چې ښوونځى تعطيل و اوبايد يوازې يو ساتوونکي پکې واي، هغه کسان چې په ښوونځي کې وو دپوليسو له خوا نيول شوي دي .
  جنرال فروغ دغه راز وويل چې  پوليسو ددغه ښوونځي دخاوند کور ولټاوه او دده په کور کې يې هم يو اندازه وسله ترلاسه کړه .
دښوونځي خاوند ادعاکوي  چې ددغو وسلو قانوني جواز لري په داسې حال کې چې پوليس  يوه  تومانچه او ياکلاشينکوف  هغه هم دجواز داړتيا په پام کې نيولو سره  ليږدوي  نه  څو وسلې . 
  دکابل دپوليسو مسوولين وايي چې  پوليس  ددغې قضيې په نسبت  ديوې تروريستي قضيې په توګه ګوري  اودهغې دڅيړنې په حال کې دي . 
په همدې حال کې  دکابل پوليسو  تيرماښام يو سړى  چې  ديو تروريستي بريد  دترسره کولو نيت درلود  دکابل  دسراي شمالي په ساحه کې  له پوځي تجهيزاتو وسلو او چاوديدونکو توکو سره  نيولي دي . 
  دکابل ولايت امنيه قوماندان  جنرال حسن شاه فروغ  دپوليسو له خوا  ددغه سړي  نيول کيدل تاييد کړل او ويې ويل  چې دزيات تحقيق لپاره يې  دغه سړي امنيتي ارګانونو ته  سپارلى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته