سیاست

دمشرانو جرګې دغونډو اجنداوې وټاکل شوې

کابل باختر د  ثور  څوارلسمه :
دمشرانوجرګې  درييس فضل هادي مسلميار په مشرۍ دملي شورا په اوولسمه تقنيني دوره کې ددغې جرګې  درييسانو دکميټې په لومړى  غونډه کې دروانې اوونۍ دعمومي غونډې  اجندا وټاکل شوه .
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ دغونډې په پيل کې فضل هادي  مسلميار  دمجلس د اداري هيئت او دکميسيونونو داداري هيئت دانتخاب له امله مبارکي وويل او ټينګار يې وکړ چې سناتوران دې دپخوا په شان په عمومي او دکميسيونونو په غونډو کې کارنده شتون ولري  چې دقوانينو اودبين المللي سندونو په تصويب اوتاييد او دهېوادوالو دستونزو په حل کې خنډ اوځنډ  رامنځته نه شي .
دغه راز دمجلس رييس دملي شورا داوولسمې دورې دپرانستلو په غونډه کې دلنډ مهال رييس په توګه دغونډې  په تنظيم اوښه مديريت کې دسناتور باز محمد زرمتي دهڅوله امله قدرداني وکړه .
وروسته پريکړه وشوه چې دروان کال دثور دمياشتې  دپنځلسمې نيټې دسه شنبې دورځې په عمومي  غونډه کې دې په ازاد بحث سربيره  په غونډه کې دسناتورانو ولايتي رپوټونه واوريدل شي او هم  پريکړه وشوه چې دثور دمياشتې ددوه ويشتمې نيټې په عمومي غونډه کې دې دازادو بحثونو تر څنګ دسناتورانو ولايتي رپوټونه واوريدل شي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته