امنیت

د شينواري، سياګرد اوشيخ علي ولسوالۍ په بشپړه توګه دمخالفينوله شتون څخه پا کې شوې دي

کابلباختردعقرب ٢
دپروان ولايت د شينواري ، سياګرد او دشيخ علي ولسوالۍ په بشپړه توګه د دولت د وسله والو مخالفينو له شتون څخه پاکې شوې دي.
د٢٠١سيلاب قول اردودختيځ زون ويندوى ډګروال محمدنعمان نن باخترآژانس ته وويل: هغه ګډ محاربوي عمليات چې له دريو ورځو را په ديخوا د پروان ولايت د شينواري، سياګرد اوشيخ علي په ولسواليوکې پيل شوي دي؛ ددغو ولسواليو ټولې سيمې د دولت د وسله والو مخالفينو له شتون څخه پاکې شوې دي.
ده وويل: ددغو عملياتو په بهير کې درې تنه وسله وال مخالفين وژل شوي او اته تنه نور يې ټپيان شوي دي.
ډګروال نعمان څرګنده کړه: يو ماين ايښودونکى دشينواري ولسوالۍ د نمک آب په کلي کې د ماين ايښودلو په وخت کې د٢٠١ سيلاب قول اردو د دريمې لوا د منسو بينو له خوا له ماين سره يې ونيول شو.
ده څرګنده کړه چې د دغو ولسواليو مواصلاتي لارې چې د دولت د وسله والو مخالفينو له خوا تړل شوې وې؛ بيا پرانيستل شوې دي.
ده دغه راز وويل: د پروان په ټولو نا امنو ولسواليوکې دغه عمليات به د وسله والو مخالفينو د له منځه وړلو په خا طر دوام وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته