ټولنه

د افغانستان د اسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي د خواشينۍ او ډاډګيرنې پيغام!

کابل باختر دمرغومي شپاړلسمه:
د افغانستان د اسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي د خواشينۍ او ډاډګيرنې پيغام!
په ډيرې خواشينۍ سره خبر شوم چې د افغانستان د معارف پخوانى خدمتګار  حفيظ الله سمسور او زوى يې رحمت الله سمسور په يوه حادثه کې له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې دي.
انالله و اناليه راجعون.
ارواښادحفيظ الله سمسور ډيرکلونه د افغانستان په معارف کې په کاربوخت و. دهيواد د معارف دترقۍ لپاره يې ډير خدمات کړي دي. له دې سربېره ارواښاد سمسور شاعر او ليکوال هم و. د ده مړينه يوه ضايعه ده.
دخپلې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب د ده کورنۍ، دوستانو او د قندهار ولايت خلکو ته وړاندې کوم. الله تعالى دې دى وبخښي اوکورنۍ ته دې يې جميل صبر په نصيب شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته