نړۍ

د غزې په تړانګې د اسراييلو نوي بريدونه

دغزې ښار دي نيوز – باختر د زمري دمياشتې ١٢
د غزې په تړانګې نن د اسراييلو د هوايي بريدونوله امله څه ناڅه ١٣ تنه فلسطينيان ووژل شول .
باختر آژانس د دې نيوز دخبري سايټ له خولې خبر راکړ:
لس تنه يې په رفح ښارکې او درې تنه نوريې د غزې په مرکزکې وژل شوي دي .
د اسراييلو صدراعظم پرون مازيګر په يوه ټلويزيوني ويناکې وويل: موږ به خپلو پوځي اقداماتو ته آن له خپلو ترلاسه شويو هدفونو څخه وروسته دوام ورکړو.
ده وويل: د تونل ضد عملياتو له پاى ته رسيدو وروسته به هم زموږ اقدامات دوام ولري.
د غزې په تړانګې د اسراييلو هوايي او سمندري بريدونه د روان کال د چنګاښ د مياشتې په ١٧مه نيټه پيل شول چې له امله يې څه ناسه ١٦٧٥ تنه فلسطينيان وژل شوي چې زياتره يې ملکي وګړي وو او ٣٠٠ تنه ماشومان هم په قربانيانوکې شامل دي .
له بلې خوا ٦٣ تنه پوځيان په اسراييلوکې وژل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته