کابل باختر د سلواغې څوارلسمه :
دماليې وزير اکليل حکيمي پرون له يوشمير پانګوالو اوملي سوداګرو سره وکتل .
دماليې ووزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ: په دې کتنه کې دملي سوداګرو او پانګې اچوونکو دستونزو ، صادراتو ، وارداتو ، مالياتو او دنورو مهمو مسئلو په باب هراړخيزې خبرې وشوې .
دماليې وزير وويل چې دخصوصي برخې لپاره لازمې اسانتياوې برابرې شوې دي او دخصوصي برخې پياوړتيا دحکومت له پاليسيو څخه بلل کيږي .
ملي سوداګرو دماليې له وزير څخه دمننې دڅرګندولو په ترڅ کې وويل :موږ دقانون تابع يو او له تاسو څخه غوښتنه کوو چې زموږ په کاري برخه کې لازمې اسانتياوې برابرې کړې .
1 د یوې دقیقې څخه لږ