امنیت

يوځانمرګي بريد کوونکي په ميدان وردګو کې هدف ته له رسيدومخکې ووژل شو.

کابل  باخترد   جوزا  دمياشتې  ١٥ :
دميدان وردګو ولايت  پوليسو نن سهار په يوځانمرګي يرغلګر بريد وکړ او ورسره  چاوديدونکي توکي يې وچاوديدل.
دميدان وردګو دپوليسو ويندوى عبدالولي نورزي باختراژانس ته وويل،  يو ځانمرګي يرغلګر  کله يې چې غوښتل ددغه ولايت  دکرنې ليسسې دپوليسو يوې پوستې ته څيرمه ځان وچوي  دپوليسو له خوا وپيژندل شو او بريد پرې وشو او ووژل شو.
نورزي زياته کړه چې په دې پيښه کې دځانمرګي يرغلګر مړى ټوټې ټوټې  شوى او امنيتي ځواکونو اوملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته