اقتصاد

د اوبو لګولو او دویم خان اباد د برېښنا د تولید پروژې تړون لاسلیک شو

کابل باختر د تلې د مياشتې ٢٢مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمداشرف غني په حضور کې د انرژۍ او اوبو وزارت او د لینکو انفراتیک هندي شرکت ترمنځ د اوبو لګولو او دویم خان اباد د برېښنا د تولید پروژې تړون لاسلیک شو.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت نن له غرمې مخکې په دلګشا ماڼۍ کې جوړ شوي وو، دغه تړون د انرژۍ او اوبو وزارت د سرپرست محمدګل خُلمي او د لینکو انفراتیک هندي شرکت د استازي احمدفرزاد ترمنځ لاسلیلک شو.
د اوبو لګولو او د دویم خان اباد د برېښنا تولید پروژه د کندز ولایت په خان اباد ولسوالۍ کې موقعیت لري، موخه یې د خان اباد ولسوالۍ د اوبولګولو د سیستم انکشاف او د برېښنا تولید دی اود ۲۵میلیونو ډالرو په ارزښت جوړېږي چې د ۱۰،۴ میګاواټه برېښنا پر تولید سربېره ۴۷۰۰۰ هکتاره کرنیزه ځمکه هم اوبه کوي او د کندز ښار ۱۸ زره کورنۍ به په مستقیم ډول ورڅخه ګټه واخلي.#پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته