-کابل باختر دوري اوومه :
دايران داسلامي جمهوريت جمهور رييس ډاکترحسن روحاني نن ديو هيئت په مشرۍ کابل ته راورسيد .
دکابل له نړيوال هوايي ډګر څخه دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې ، دکابل په نړيوال هوايي ډګر کې دايران داسلامي جمهوريت جمهور رييس اوملګري هيئت ته يې دجمهوري رياست لومړي مرستيال محمد يونس قانوني ، دبهرنيو چارو او دلوړو زده کړو وزيرانو ، کابل ښاروال او په تهران کې دافغانستان داسلامي جمهوريت سفير هرکلي ووايه .
دغه هيئت دنوروز دنړيوال جشن په مراسمو کې دګډون په مقصد کابل ته راغلى دى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ