سیاست

د افغانستان سوله د ترکمنستان په لومړیتوبونو کې ده

کابل/ د سلواغې ١٣مه/ باختر
د جمهور ريیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر رشید مرادوف سره وکتل.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې رحیمي د دواړو هېوادونو ګډو فرهنګي ټکو او د ورورولۍ اړیکو ته په اشارې سره د افغانستان په پراختیا او سیمه‌يیزو پروژو کې د ترکمنستان د همکارۍ او د افغانستان په سوله کې د دغه هېواد له پاملرنې مننه وکړه.
ده زیاته کړه چې د افغانستان خلک سولې ته د رسېدو لپاره په یوه ملي اجماع کې دي چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت جوړېدل او د ملي شورا له لوري یې تأييدېدل د دې موضوع ښکارندوی دي.
عبدالسلام رحیمي وویل چې د افغانستان حکومت د سولې ټول فرصتونه کاروي او د سولې دروازې به تل پرانیستې وساتي.
ده زیاته کړه چې د افغانستان خلک د سولې په بهیر کې د ترکمنستان د فعال رول هرکلی کوي او د افغانستان د سولې بهیر په ملاتړې ډله کې د دغه هېواد شتون غواړي.
د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف هم د دواړو هېوادونو د لرغونو اړیکو یادونه وکړه او د افغانستان لپاره یې د سولې او آرامۍ هیله وکړه.
ده زیاته کړه چې ترکمنستان غواړي له افغانستان سره یې اړیکې لا ډېرې پیاوړې شي؛ له همدې امله د افغانستان د سولې بهیر د ملاتړ تر څنګ د دغه بهیر د اسانولو په برخه کې هم همکارۍ ته چمتو دی.
ده په پای کې وویل چې د افغانستان سوله د ترکمنستان په لومړیتوبونو کې ده.
پاى-ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته