کابل / باختر د تلې دمياشتې ٢١ :
پنځه کيلوګرامه چاوديدونکي توکي پرون په نيمروز ولايت کې کشف شول.
د نيمروز ولايت د ملي امنيت يوه کارکوونکي د باختر آژانس خبريال ته وويل: دملي امنيت درياست دکارکوونکو دپلټنې له امله له يو نيمه کاره کور څخه پنځه کيلوګرامه چاوديدونکي توکي او د وسايطو ضد دوه ماينونه د زرنج ښار ته څيرمه دمهاجر آبادله کلي څخه کشف شول.
خبرځاى زياته کړه: په دې اړوند څوک نه دى نيول شوى او تحقيقات دوام لري .
1 د یوې دقیقې څخه لږ