امنیت

په مرکزي بغلان کې پوځيان دپرمختګ په حال کې دي .

کابل باختر د زمري  دريمه :
دبغلان ولايت دمرکزي بغلان  په ولسوالۍ کې  څلور کلي د ډار اچوونکو له شتون څخه پاک شول .
دبغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر جنرال امير ګل حسين خيل باختراژانس ته وويل دالبرز – ٩  عمليات چې دمرکزي بغلان  ولسوالۍ دکليو دپاکولو په موخه پيل شوي دي په بهير کې  يې دغلام باى ،  تاجکانو ، قاضي او دمومن اباد کلي د ډار اچوونکو له شتون څخه پاک شوي دي .
ده زياته کړه چې په دغو عملياتو کې دښمن ته دسر زيان اوښتى دى چې شمير يې وروسته خپريږي او عمليات ددښمن له شتون څخه ددغې ولسوالۍ دټولو سيمو ترپاکولو پورې دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته