اقتصاد

دپيسو دسپينولو دمخنيوي قانون وڅيړل شو .

کابل باختر د غبرګولي اووه ويشتمه :
دمشرانوجرګې  دملي اقتصاد  مالي او بودجې دکميسيون په نننۍ  اوريدونکې غونډه کې په داسې حال کې چې ددغې جرګې  لومړى نايب محمد علم ايزديارهم حاضر و  دبانکي او تفنيني چارو له کارپوهانو سره دپيسو دسپينولو دمخنيوي دقانون دتعديلاتو په باب غو راو څيړنه وشوه .
دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ، په دې غونډه کې چې دکميسيون دمرستيال رفيع الله حيدري  په مشرۍ جوړه شوې وه، محمد علم ايزديار  ددغه قانون  دارزښت په باب خبرې وکړې او ويې ويل  حکومت بايد په تيرو دريو کلونوکې دغه قانون دتصويب لپاره ملي شورا ته ليږلى واي خو دغه قانون  په دې وروستيو وختو کې دپړاونو دبشپړولو په مقصد ملي شورا ته ليږل  شوى دى او څرګنده يې کړه که چيرې دروان کال دچنګاښ دمياشتې تر لومړى نيټې پورې دغه قانون تصويب نه شي افغانستان به  تر نورو  پنځو کلونو پورې دبانکي معاملاتو په تور لست کې ونيول شي .
دغه راز دمشرانوجرګې لومړى نايب ددغه قانون په تصويب  کې ځنډ   دحکومت بې پرواي وبلله او دپيسو دسپينولو  دمخنيوي دقانون په ډير ژر  تصويب باندې ټينګار وکړ، اوژمنه يې وکړه چې دمشرانوجرګه به دخپلو وظيفوي صلاحيتونو په پام کې نيولوسره په ډير لنډ ممکن وخت کې ددغه قانون دتصويب په برخه کې اقدام وکړي
دغه راز په غونډه کې دافغانستان بانک مرستيال او دحقوقي ، بانکي او اقتصادي چارو کارپوهانو ددغه قانون دتخنيکي  او حقوقي اړخونو په باب دکميسيون غړو ته معلومات وړاندې کړل او زياته يې کړه چې دهغه  دنه تصويب په صورت کې به له نورو هيوادونوسره دافغانستان ددولت پولي معاملې  له جدي چلنج سره مخامخ شي .
  په دې غونډه کې دمشرانوجرګې ددارالانشا لوى رييس سيد حفيظ الله هاشمي ددغې دارالانشا له مسلکي او تقنيني  چارو له مرستيال او دتقنيني څانګې له کارپوهانوسره ګډون کړى و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته