امنیت

دوه تنه ماين ښخوونکي طالبان ونيول شول

کابل باختر د وږي دمياشتې ١٦
دوه تنه  ماين ښخوونکي طالبان تيره شپه په کاپيساولايت کې  ونيول شول.
دکاپيساولايت دامنيې قوماندانۍ داوپراسيون آمر سمونوال اسدالله حميدي
باخترآژانس ته وويل  :    سيد ربي  اوسيدولي چې په واټ کې دښخولو لپاره  دماينونو په جوړولو کې خاص مهارت لري دکاپيسا ولايت دتګاب ولسوالۍ په سنديا ساحه  کې ددغه ولايت دامنيې قوماندانۍ دچټک غبرګون دځواکونو دعملياتو په بهيرکې ونيول شول.
حميدي زياته کړه چې له نيول شويو کسانو څخه دوه ماينونه هم ترلاسه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته