امنیت

يوسړى دکابل _ چاريکارو په لويه لاره کې دشوکمارۍ په تور ونيول شو .

کابل باختر دوږې  اوومه :
يوسړى نن دپروان ولايت دامنيتي مامورينو له خوا دشوکمارۍ په تور ونيول شو .
پوليس وايي چې دغه سړى دخپلو څو تنو همکارانوپه ملګرتيا دکابل _ چاريکارو په لويه لاره کې شوکماري کوله .
دپروان ولايت دامنيې قوماندانۍ درسنيو دفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره وويل چې دغه سړى ديوه مسافر ددرې څلويښتو زرو افغانيو له لوټولو وروسته نيول شوى دى .
دغه مسافر دفارياب له ولايت څخه کابل ته روان و چې دتورن سړي له خوا  له همکارانوسره يې دچاريکارو ښار ته څيرمه  وګواښل شو او دې ته اړ شو چې خپلې پيسې شوکمارانو ته ورکړي
دپروان پوليس وايي چې ددغه بانډ دنورو شوکمارانو  دپيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل شوې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته