نړۍ

دسعودي عربستان يوې محکمې د القاعده دوه تنه مشکوک غړي په مرګ محکوم کړل.

رياض- دايرانا دولتي خبري آژانس – باختر دمرغومي  دمياشتې ٢٥
دسعودي عربستان يوې محکمې پرون دالقاعده په غړيتوب دوه  تنه مشکوک کسان په  دغه  هيواد کې د څلور تنو فرانسوي  اتباعو د  وژلو په  تور  په مرګ
محکوم کړل .
دايرنا د دولتي خبري  آژانس دخبرله مخې :   دغه دوه تنه په ډزو سره دڅلور تنو فرانسوي اتباعو په وژلو محکوم شول.
دغه فرانسويان دسعودي په پايتخت رياض کې  ووژل شول .
دولس تنه نور هم له يرغلګرو سره دمرستې په جرم له دريو کلونو څخه تر ٢٣ کلونو پورې په بند محکوم شول .
دوو تنو وژل شويو کسانو دبريښنا يو شرکت ته  کارکاوه يو تن يې په   رياض کې
   د فرانسويانو په يو ښوونځي کې ښوونکى  و او څلورم  يې يو  تنکى  ځوان و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته