امنیت

په هرات کې ۱۸ تنه ډار اچوونکي ووژل شول

کابل باختر د سلواغې ۳ مه
د هرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ په مربوطاتوکې ۱۸ تنه ډار اچوونکي ووژل شول.
له ملي دفاع وزارت څخه باختر آژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي: دغه ډار اچوونکي د ګډو افغان ځواکونو د چاڼيزو عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي دي.
ویل کېږي په ترسره شویو عملیاتو کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته