کولمبو باختر دثورنهه ويشتمه :
دکولمبيا په شمال لويديځ کې له سختو اورښتونو وروسته دځمکې ښويدنې له امله څه ناڅه درې پنځوس تنه ووژل شول .
دفرانسې دخبري اژانس دخبر له مخې ، مامورينو خبر دارۍ ورکړ چې ښايي په دې پيښه کې دسر دزيان شمير لوړ شي .
دکولمبيا له طبيعي پيښو سره دمقابلې دسازمان مدير اينس کاردونا اعلام وکړ چې تراوسه پورې ددري پنځوسو تنومړي ترلاسه شوي خو ښايي دغه شمير زيات شي .
درارسيدلو خبرونو له مخې: پروني ځمکې ښويدنې په سالګار سيمه کې يوه ژوره دره جوړه کړې ده .
0 د یوې دقیقې څخه لږ