ټولنه

په لغمان ولايت کې دهيوادد خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو ۹۸ يمه کاليزه د يوې پراخې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه

کابلباختر د زمري د مياشتې ٢٩
په لغمان ولايت کې دهيوادد خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو ۹۸ يمه کاليزه د يوې پراخې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه
هغه پراخه غونډه چې په همدې موخه د لغمان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ په رياست کې جوړه شوې وه، د لغمان د والي په ګډون سربېره ګڼ شمېر نظامي او ملکي چارواکو، قومي مشرانو، عالمانو، ځوانانو، مدني فعالانو، يو شمېر ښځو او ګڼ شمېر ورزشکارانو په کې برخه اخستې وه.
باخترآژانس ته په رارسيدلې خبرکې ويل شوي دي.
د غونډې په پيل کې د ولايتي شورا استازي ګلزار سنګروال د خپلواکۍ د ورځې په اړه د خبرو ترڅنګ د خپلواکۍ اتل غازي امان الله خان په ژوند او ميړانو خبرې وکړې، ده وويل: غازي امان الله خان د افغانستان د خپلواکۍ اتل دی، ده د افغانستان لپاره لوی وياړ په برخه کړی دی، چې هغه له انګريزانو څخه د افغان مجاهدينو پر مټ د هېواد خپلواکي اخيستې ده، نو موږ بايد هيڅکله د هغوی ميړانۍ او قربانۍ هېرې نه کړو، کومه خپلواکي چې دوی موږ او هېواد ته خپله کړې بايد چې ترې ساتنه وکړو او چاته اجازه ورنکړو چې زموږ خپلواکي ته زيان ورسوي.
د لغمان والي عبدالجبارنعيمي ټول ولس ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه او دا یې هغه تاریخي ورځ وبلله چې اوسني او راتلونکي نسلونه باید ترې زده کړې وکړي او په همدې ورځ د خپل هېواد د ساتنې او دفاع هوډ او اراده نوره هم پياوړې کړي.
دلغمان والي پر ځوان نسل غږ وکړ چې د فکر او قلم لاره خپله کړي ترڅو د ستر غازي امان الله خان ارمان پوره او افغانستان یو ځل بیا یو ځواکمن، واکمن او سیال هېواد شي.
ده د هېواد له جمهوررييس محمداشرف غني څخه هم مننه وکړه چې د بنیادي خدمت لپاره یې اماني لاره غوره کړې او د یو مترقي او متمدن افغانستان لپاره اساسي کار او هڅه کوي. همدا راز یې له ټولو هغه کسانو څخه د زړه له کومې مننه وکړه چې د خپلواکۍ د ورځې په ویاړ یې د بیلابیلو مراسمو د امنیت او ترتیباتو په برخه کي خدمت او کار کړی دی.
دلغمان والي د ملي امنیتي او دفاعي ځواک د قربانیو او خدمت درناوی هم وکړ او دوی یې د دې خاورې او ولس هغه ساتونکي وبلل چې تاریخ پرې ویاړي او هغه کسان یې د خپلواکۍ،خاورې او ملت دښمنان وبلل چې د نظام او ولس پرضد جګړه کوي، یو ځل بیا یې پرې غږ وکړ چې دحق لاره خپله کړي او باطله لاره پریږدي.
د لغمان ولايت امنيه قوماندان پاسوال فضل احمد شيرزاد د خپلواکۍ د ورځې د مبارکۍ د ورکولو ترڅنګ ډاډ ورکړ چې شپه اوورځ به د غوره امنيت د رامنځ ته کېدو په موخه هلې ځلې کوي او د وطن دښمنان به نه پرېږدي چې ناوړه فعاليتونه ترسره کړي.
وروسته په وار سره د ځوانانو د ښوونيز پارلمان غړي حنيف الله پشه يي او مولوي فرمان الله اخندزاده په وار سره خبرې وکړې د لغمان له ولایتي ادارې څخه یې مننه وکړه چې په ځانګړي نوښت او ښکلا سره یې د مملکت تاریخي ورځ ونمانځله ټولو په یوه غږ وویل چې دوی به خپل هېواد ساتي او خدمت به یې کوي او ملي امنیتي او دفاعي ځواک ته یې د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړ.
ديادونې وړ ده چې د دغې له شاندارې غونډې څخه مخکې د افغانستان لوی ملي بیراغ چې د لغمان په عامه کتابتون کې ترتيب شوی وو د لغمان دوالي، د اطلاعاتو او فرهنګ درييس، امنيه قوماندان ، د لومړۍ پلې لېواد قوماندان او يو شمېر نورو چارواکو له لوري اوچت کړای شو.
ورپسې د امنیتي ځواکونو له خوا لغمان والي ته د تشریفاتو قطعه وړاندې شوه او ترڅنګ یې د لغمان والي او ورسره مسوولینو له خوا د ملي امنیتي او دفاعي ځواک د افسرانو او سرتيرو پر سینو ملي نښانونه وتومبل شول.
همدراز د خپلواکۍ د ورځې په ویاړ د لوبغاړو لخوا ورزشي نمایشونه هم ترسره شول چې په خوښیو سره بدرګه شول.ختم- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته