امنیت

دترو رستي بريدو نو څلور سا زمان ورکوونکي ونيول شول.

کابلباختر د غبرګولي ٦ مـــــه

هغه څلور تنه چې ويل کيږي په ځينو سيمو کې دطالبانو ترو رستي بريدونه رهبري کوى پرون په پوځي عملياتو کې ونيول شول.

دغه کسان دقند هار دشا ولى کوټ ، د خوست په صبريو اود ميدان وردګو دجلريز په ولسواليو اوقند هار ښار کې نيول شوي دي .

 د ناټو په هغې خبر پاڼه کې چې باختر اژانس ته رسيدلى ويل شوى دى : دغو کسا نو په دغو سيمو کې د وسله والو طالبانو د ترو رستي بريدونو رهبري په غا ړه درلوده.

په دې خبرپاڼه کې ،په نيول شويوکسانو دلس ګونو ترورستي بريدو نو درهبري او سا زمان ورکولو تورونه لګول شوي دي .

 ددغو کسانودنيولو په وخت کې نښتې شوي او يو شمير  وسله وال طالبان په دغو عمليا تو کې نيول شوي دي .

ديو بل خبر له مخې : د ناټو يو عسکر نن د افغا نستان په ختيځ کې د وسله والو طالبانو په بريد کې ووژل شو .

 ناټو باختر اژانس ته د يوې خبر پاڼې په ليږلو سره ددغه عسکر وژل کيدل تاييد کړل خو دده د هويت اود پيښې ددقيق ځاى په باب څه نه دى ويل شوى.

دا په داسې  حال کې ده چې پرون هم د نا ټو يو عسکر دافغا نستان په جنوب کې د چاود نې له ا مله ووژل شو .

د ناټو ددغه عسکر په وژل کيدو سره په روان ميلادي کال کې د بهرنيو پوځيانو دسر دزيان شمير يوسلو څلور اويا تنو ته ورسيد

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته