ټولنه

په زابل کې د برېښنا د پیل شوې پروژې چارې بشپړې شوې

قلات/باختر/ د غبرګولي د میاشتې
د زابل ولایت په مرکز قلات کې د دوه میلیونو افغانیو په لګښت د برېښنا د پیل شوې پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
ځايي چارواکي وايي چې د یادې پروژې په بشپړېدو سره په مرکز قلات کې ١٠٠ تیاره کورونه روښانه شول او د برېښنا ستونزې یې اوارې شوې.
د زابل والي رحمت الله زیارمل د باختر اژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل چې یاد پروژه د برېښنا ریاست له لوري د دوو میلیونو افغانیو په لګښت رغول شوې چې په رغول کېدو سره یې د سیمې د اوسیدونکو زیاتې ستونزې اوارې شوې.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته